د عدالت غوښتونکو ښځو غورځنګ: افغانان دې د طالبانو د ښځو ضد کړنو پر ضد اقدام وکړي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/615513d6e6136f327412addb6aaa9c92ad2655fe-600x400.jpg?rect=0,31,600,338&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ وايي، طالبانو د بې حجابۍ په پلمه ښځې وهلې، شکنجه کړې او بندیانې کړې دي. دغه حرکت د افغانستان له خلکو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو وغوښتل چې د دغې ډلې د چارو په وړاندې غبرګون وښيي او اقدام وکړي.
دغه ډله چې اکثره یې ښځې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې فعالې دي، نن یې په یوه بیان کې وویل: «طالبان د افغانستان پر خلکو د حکومت کولو وړتیا نه لري او د حل لاره ورته پیدا کړی.
د افغانستان روان کړکېچ د حل لپاره د یوه ټول شموله، قانوني حکومت جوړول د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.