د پاکستان ولسمشر: خلک باید د خپلې خوښې کاندید ته رایه ور کړي
د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي وویل، ټول په شرایطو برابر رایه ورکوونکي باید خپله رایه د خپلې خوښې ګوند لپاره وکاروي.
ښاغلي علوي په کراچۍ کې نن د پبلېکن الومني ټرسټ غونډې ته په وینا کې د پاکستان راتلونکي ته په هیله منتیا سره وویل، زموږ په هېواد کې ستر ظرفیت شته.
پاکستان کې ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره کیږي، چې مخکښ ګوندونه پکې د بلاول بوټو په مشرۍ د پاکستان د خلکو پارټي او د شهباز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ نواز ګوند دی.
په ټاکنو کې هم له دې دواړو پارټیو د یوه د بریا تمه ډېره کیږي.