تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پنجاب کې ۱۳ ماشومان د سیخ و برېښ له امله مړه شوي دي

د پاکستان په پنجاب کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ ماشومان د سیخ و برېښ له امله مړه شوي دي. د دغې صوبې د روغتیا ادارې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سيخ و برېښ ١١٢٢ تازه نوې پېښې ثبتې کړې دي.

یوازې په لاهور کې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د سيخ و برېښ ٢٨٠ پېښې ثبتې شوې او يو ماشوم مړ شوی دی.

د پنجاب د روغتیا ادارې سږ کال په دغې صوبه کې د سیخ و برېښ ۱۲ زره ۷۱۹ پېښې ثبتې کړې دي او په تېرو ۲۵ ورځو کې په سیخ و برېښ ۲۳۳ اخته ماشومان مړه شوي دي.