د پاکستان د لوی درستیز ګواښونکې څرګندونې او د طالب چارواکو چوپتیا
د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له جدي ګواښونو ۴۸ ساعته تېرېږي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. جنرال عاصم منیر طالبان مخاطب کړل او ویې ویل چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی او خبرداری یې ورکړ چې که اړتیا پېښه شي نو ټول افغانستان به وران کړي.
که څه هم د دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د څرګندونو په اړه د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د رییس په ګډون د تېر حکومت یو شمېر چارواکو غبرګون ښودلی، خو طالب چارواکي چوپه خوله دي.
د طالبانو د چوپتیا لامل لا هم معلوم نه دی. په افغانستان کې له څه باندې دوو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته ورسېدل، د اسلام اباد د تمې خلاف، دغې ډلې د دغه هېواد په خاوره کې یې د پاکستاني طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره کوم اغېزمن اقدام نه دی کړی. برعکس پاکستاني چارواکو طالبان تورن کړي چې په خپله خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته خوندي پټنځي ورکړي دي.
د کابل او اسلام اباد ترمنځه د طالبانو په اړیکو کې ترینګلتیا وخت په وخت د ډیورنډ کرښې په اږدو کي د نښتو لامل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکونو پر سر اختلافات هم د دې لامل شوي چې څو ځلې لارې تړل شوې دي.
خو د پخوانیو لفظي شخړو برعکس، چې تر ډېره یې د پاکستاني طالبانو له خوا د افغانستان له خاورې د کار اخیستلو په تورونو تاکید کړی وو، اوس د پاکستان لوړپوړي پوځي چارواکي طالبانو ته ګواښ کړی، چې پاکستان ته دې نه ګوري، که نه دا هېواد "د هر څه قربانۍ ته چمتو دی".
عاصم منیر د چهارشنبې په ورځ له پاکستاني محصلینو سره په خبرو کې وویل: "کله چې د پاکستاني اتباعو د امنیت او خوندیتوب مسله په کې شامله وي، [که اړتیا وي]، ټول افغانستان له منځه تللی شي."
د ایکسپریس ټریبیون په وینا، هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځ به هغه کسان تعقیب کړي چې د "پاکستان پر ماشومانو" بریدونه کوي.
که څه هم د طالبانو رسمي چارواکو د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د دې ډلې یو شمېر سیمه ییزو قوماندانانو په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
په پنجشېر کې د طالبانو سيمه ييز قوماندان عبدالحميد خراساني وايي، که د طالبانو مشر ورته اجازه ورکړي، نو دوی به پاکستان "د ځمکې له مخ پاک کړي".
هغه په یوه ویډیو کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې، ویلي چې پاکستان باید له ملا هبت الله اخندزاده څخه مننه وکړي، ځکه د ده په وینا که د طالبانو مشر اجازه ورکړي، د دې ډلې جنګیالي به د ځمکې له نقشې څخه پاکستان ورک کړي.
هغه زیاته کړه چې ډیر ژر به د ټي ټي پي مجاهدین د پاکستان حکومت نسکور کړي.
د ملا عمر په دوره کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر عبدالسلام ضعیف هم د جنرال منیر پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.
ښاغلي ضعیف په ایکس چینل کې لیکلي چې دی په ګوانتانامو کې له سلګونو پاکستانیانو سره بندي وو چې د ده په ګډون ډېری یې د پاکستان د استخباراتو له خوا پر امریکا پلورل شوي وو.
دغه طالب پلوي د عافیه صدیقي په نوم د یوې مېرمنې یادونه کړې، چې د ده په وینا دغو جنرالانو هغه په کفارو پلورلې، چې اوس هم د امریکایانو په بند کې ده.