د اسلام اباد په باره کهو کې نیول شوي افغانان په جبري توګه له تورخمه اړول شوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۶

له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلام اباد په باره کهو سیمه کې د افغانانو د نیولو لړۍ روانه ده.

د دغې سیمې افغان اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دغه لړۍ له تېرو دوو ورځو پیل شوې او ګڼ نیول شوي افغانان یې له تورخمه اړولي دي.

دوی وایي، چې د دغو اړول شویو کسانو کورنۍ بې سرپرسته په باره کهو کې پاتې دي او نارینه یې د تورخم ها غاړې ته اړول شوي دي.

د دوی په وینا، پولیسو یو ناڅاپه کوراکور پلټنې پیل کړې او بې اسناده نیول شوي کسان یې له تورخمه واړول.

په دغو اړول شویو کې داسې کسان هم شته، چې درېیم هېواد ته د تګ په تمه وو او په افغانستان کې له ګڼو ګواښونو سره مخامخ وو.

باره کهو د اسلام اباد هغه سیمه ده، چې ګڼ اوسېدونکې یې افغانان دي.

همدا تېره ورځ پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۴مې نیټې پورې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۴۹۵۶ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۴مه د ۶۹۲ افغانان چې په کې ۱۶۹ نارینه، ۱۳۶ ښځې او ۳۸۷ ماشومان شامل وو خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

خو بیا د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې له څلورو میاشتو راهیسې له ۵۰۰ زرو څخه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه وتلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل: «ځیني افغانان بېرته ستنېدو ته اړ اېستل کېدای شي، چې دوی کې به ډېری کسان په بېرته ستنېدو له ځورونې، نیونې او یا د ربړوونې له ګواښ سره مخامخ وي.»

نور خبرونه

رادیو