پاکستان: تر اوسه افغانستان ته د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۵۶۰۳ ته رسېدلی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۶

پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۵مې نیټې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۵۶۰۳ ته رسېدلی او د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۵مه د ۶۴۷ افغانانو په ډله کې ۱۸۶ نارینه، ۱۴۵ ښځې او ۳۱۶ ماشومان هم شامل دي، چې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

او د دوی په وینا، دغه ۸۳ کورنۍ یې افغانستان ته د ورتګ پرمهال په ۵۴ موټرو کې لېږدولې دي.

خو بیا د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې له څلورو میاشتو راهیسې له ۵۰۰ زرو څخه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه وتلي دي.

له بل پلوه د اسلام اباد له باره کهو څخه هم داسې راپورونه ورکړل شوي، چې له دغې سیمې نیول شوي افغانان له تورخمه هاغاړې ته په جبري توګه اړول شوي.

د دغې سیمې د اوسېدونکو په وینا، په باره کهو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې کوراکور تلاشۍ دوام لري.

نور خبرونه

رادیو