رینا امیري: اوس‌مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲.۵ مېلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۵

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استارې رینا امیري د زده‌کړو د نړۍوالې ورځې په پار پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا ۲.۵ مېلیونه ښځې او نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې او هیلې یې مړاوې شوې دي.

هغه وایي، نړۍواله ټولنه باید د افغان مېرمنو او نجونو د زده‌کړو د حق په ملاتړ کې همغږې پاتې شي.

له بلې خوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په اېکس پاڼه ښوونکو، استادانو، زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو ته د زده‌کړو ورځې مبارکي ورکړې او یو ځلې بیا یې د نجونو له پاره د پوهنتونونو او ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.
هغه پر طالبانو غږ کړی، چې د افغان نجونو لپاره دې ژر تر ژره د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د زده‌کړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي:« د ټولو ښځو او نجونو د زده‌کړو روان محرومیت د دوام وړ نه دی.»

هغې نجونو ته په خطاب کې ویلي، د یوې هوسا ټولنې لپاره ستاسو زد‌ه‌کړې اړینې دي تاسو ځان کمزورې مه ګڼئ. ملګري ملتونه ستاسو ترڅنګ ولاړ دي او ستاسو لپاره عدالت غوښتنې ته دوام ورکوي.

هغه وایي، د نجونو زده‌کړې یوازې د لوېدیځو هېوادونو غوښتنه نه ده؛ بلکې د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده.

څه باندې ۸۵۰ ورځې کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منعه کړې دي.

نور خبرونه

رادیو