په بلوچستان کې ناپېژانده وسلهوالو د یوه شرکت پنځه کارکوونکي تښتولي
ناپېژاندو وسلهوالو پرون (چهارشنبه) ماښام په بلوچستان کې د ایران پولې ته څېرمه د تربت په هوشاپ سیمې کې د یوه شرکت پنځه کارکوونکي چې د پنجاب اوسېدونکي وو، تښتولي دي.
راپورونه وايي، چې تښتول شویو کسانو د یوه دولتي مخابراتي شرکت یوفون لپاره کار کاوه.
ځایي چارواکو د پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، چې دغه کسان د بلوچستان د تربت په کېچ سيمه کې تښتول شوي دي.
دغه کسان هغه مهال وتښتول شول، چې له امنیتي ساتونکو پرته په کرولا ډوله موټر کې سیمې ته د کار لپاره روان وو.
د تښتول شویو کسانو نومونه نذیر احمد، محمد طارق، صفدر علي، فاروق او حسنین ښودل شوي دي.
دوه میاشتې واړندې هم د بلوچستان په تربت کې ۷ پنجابي کاریګر د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوي وو.
تراوسه د دغو پېښو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
په بلوچستان کې له یوې خوا بلوچ بېلتون غوښتونکي او له بله پلوه د ټيټيپي په شان ډلې هم فعالیت کوي.