له ۱۹کلنو کم عمره د کرېکټ نړۍوال جام؛هند د ایرلنډ او زیمبابوې د اسټرالیا په وړاندې لوبېږي

د ۲۰۲۴ کال له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ نړۍوال جام کې دفاعي اتله لوبډله هند که نن له ایرلنډ څخه لوبه وګټي؛ نو د روان نړۍوال جام شپږ غوره لوبډلو ته به لاره پیدا کړي. د ۲۰۲۴ کال له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکت نړۍوال جام په دوام نن پنجشنبه د (سلواغلې ۵مه) دوه لوبې تر سره کېږي.

په ننیو سیالیو کې د هندوستان لوبډله د ایرلنډ په وړاندې او زیمبابوې د اسټرالیا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د هند او ایرلنډ د لوبډلو تر منځ د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکت نړۍواله شورا وايي، دفاعي اتل هند به د ایرلنډ په وړاندې په بریا سره د ټورنمنټ شپږ غوره لوبډلو پړاو کې خپل ځای خوندي کړي.

همدارنګه د زیمبابوې او اسټرالیا د نولس کلنو کم عمره لوبډلو تر منځ د لوبې پچه د اسټرالیا لوبډلې وګتله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې ده.

دغو دواړو لوبډلو خپلې مخکنۍ یوه، یوه لوبه ګتلې ده.

خو د کرېکټ نړۍوال جام په روانو سیالیو کې افغانستان خپلې دوه پرله پسې لوبې پاکستان او انګلنډ ته بایللې دي او را روانه لوبه سبا له نېپال سره کوي.