د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري ډول راستانه شول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۵

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۳۰۷ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت د کندهار سپین بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې، د پاکستان له بنده د راخوشې شوي یوه بندي په ګډون ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنه ته رسېږي، په جبري ډول هېواد ته ستنې شوې دي.

همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه وو په جبري ډول د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته ستنې شوې.

د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري ډول راستانه شوي افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ ته د مرستو تر لاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې د تازه راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳ مې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه ستانه کړل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو