د طالبانو د کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانه لس خوشې شوي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۵

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، دغه افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله له لس ورځو تر درې میاشتو بندیان وو.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي چې، ۱۰ تنه افغان بندیان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او تېره ورځ هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو وزارت د تورخم سرحدي امریت له قوله ویلي چې، دغو کسانو په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لرل او له لسو ورځو تر درېیو میاشتو پورې هلته په بند کې ساتل شوي وو.

دغه وزارت وايي، د پاکستان له زندانه راخوشې شویو افغان وګړو له ډلې یې تر اتلس کلنۍ کم عمره ځوانان د افغانستان سربلند په نوم یوې مرستندویه ټولنې ته سپارلي دي.

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، لا هم د پاکستان په سند ایالت کې ګڼ شمېر افغان کډوال د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرلو په تور بندیان دي.

نور خبرونه

رادیو