پاکستانۍ رسنۍ:له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر نږدې ۴ سوه او ۷۵ زره تنو ته ورسېده

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۵

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پر دوام پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۴مې نیټې پورې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۴۹۵۶ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۴مه ۶۹۲ افغانان چې په کې ۱۶۹ نارینه، ۱۳۶ ښځې او ۳۸۷ ماشومان شامل وو خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، چې دغه شاوخوا سل کورنۍ افغانستان ته د ورتګ لپاره په ۶۲ موټرو کې بېرته خپل هېواد ته ستنې شوې دي.

تر دې وړاندې د جنورۍ تر ۱۸مې پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۰،۹۹۹ و.

خو له بل پلوه د کډوالۍ نړۍوالې ادارې بیا د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې له څلورو میاشتو راهیسې له ۵۰۰ زرو څخه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه وتلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل: «ځیني افغانان بېرته ستنېدو ته اړ اېستل کېدای شي، چې په دوی کې به ډېری کسان په بېرته ستنېدو له ځورونې، نیونې او یا د ربړوونې له ګواښ سره مخامخ شي.»

پاکستاني چارواکي ټینګار کوي، چې دغه لړۍ به په منظمه توګه د ټولو بې اسناده بهرنیانو تر اېستلو دوام ولري.

دغو چارواکو وړاندې ویلي وو، چې لا هم په پاکستان کې ۱۷ لکه بې اسناده افغانان پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو