فریډم ناو: افغانستان یوازینی هیواد دی چې ښځې یې له زدکړو محرومې دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۵

د بشري حقونو اړوند ادارې فریډم ناو وايي، افغانستان د نړۍ یوازینی هیواد دی چې ښځې یې لا هم له منځنیو او لوړو زدکړو محرومې دي.

دغه اداره وايي، طالبان د نجونو او ښځو پر زدکړو له بندیز سره نړیوال بشري قوانین تر پښو لاندې کوي.

فریډم ناو د زدکړو د نړیوالې ورځې په مناسبت پرون په خپل اېکس کې لیکلي، چې د طالبانو په وړاندې د ښځو غوښتنې او "معناداره نړیوال اقدام" باید له پامه ونه غورځول شي.

دغې ادارې لیکلي، د ښځو پر زدکړو بندیزونه په کور دننه او بهر کې له بیلابیلو غبرګونو سره مخ دي.

پر فریډم ناو سربېره پرون مختلفو نړیوالو ادارو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر زدکړو لګېدلی بندیز لرې کړي.

د یوناما مشرې رزا اوتنبایوا هم ویلي و چې له زدکړو و د نجونو د محرومیت دوام به نه یوازې په ټول افغانستان اغېز وکړي، بلکې دا هېواد به له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې منزوي کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دې ورځې په مناسبت یو ځل بیا له طالبانو د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي خپل اېکس کې لیکلي، چې ښوونه او روزنه د افغانستان د پرمختګ لپاره یوازینۍ لاره ده.

طالبان بیا بیا وايي، د نجونو د زدکړو د پیلېدو لپاره پر طرحه کار کوي، خو لا هم د نږدې دوه نیمو کلونو په تېرېدو دا طرحه بشپړه نه شوه.

نور خبرونه

رادیو