کندهارۍ نجونې: پر زده کړو د بندیز له امله مو روان ځپل شوی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۴

په کندهار کې له ښوونځيو محرومې نجونې وایي؛ له هغه وخته چې له زده کړو منع شوي په ذهني شکنجې اخته شوي او خپل راتلونکی تیاره ویني.

دوی زیاتوي، چې د خپل حق د غوښتلو په بدل کې د طالبانو له خوا په مرګ ګواښل کیږي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) د زده کړې نړۍوالې ورځ په مناسبت په کندهار کې د ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منع شوې نجونو سره خبرې کړي.

د نجونو څېرې چې له مایوسۍ ډکې ښکارېدې، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یې وویل: «راتلونکی مو تیاره دی، روحاً ځپل شوي یو، نړۍواله ټولنه باید زموږ غږ واوري.»

عالیه چې د کندهار میرویس نیکه د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د اقتصاد پوهنځي پخوانې محصله ده وایي؛ له زده کړو منع کېدل ورته درد ناک دي.

هغه زیاتوي؛ د ښوونځیو تړل کېدل له روحي فشار سره مخ کړې او له داسې ژونده په مرګ خوشاله ده.

عالیه وایي: « څه باندې دوه کاله مو ځان ته په دې ډاډ ورکاوه، چې نن يا سبا به پر زده کړو بنديزونه لېرې شي، نا څرګند او تیاره راتلونکي له مایوسۍ سره مخ کړې یم له داسې ژونده په مرګ خوشحاله یم.»

رڼا چې په کندهار کې د يوه خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي د درېیم کال محصله او کشره خور فوزيه يې د زرغونې انا نجونو ښوونځۍ د يولسم ټولګي زده کوونکې وه وايي؛ څو ځله يې د نورو نجونو سره د خپل حق غوښتلو لپاره د غږ پورته کولو هڅې وکړې؛ خو د دې به خبره، چې د ځايي طالبانو له خبرېدو وروسته په مرګ وګواښل شول.

د هغې په خبره؛ نړۍوال او د ښځو مدافعين یې بايد ملاتړ وکړي او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته کړي.

د هغې زياته کړه: « موږ د زده کړو د حق غوښتلو لپاره مرګ ته هم تيارې يو، دا حالت د زغم وړ نه دی، د ښځې په نوم موږ هره ورځ وژل کېږو، د ښځو ملاتړي نړۍوال بنسټونه باید زموږ غږ بدرګه کړي، هر څومره چې ژر کېږي دا بنديزونه دې لېرې شي.»

د افغانستان په سويلي ولایتونو کې نورو نجونو هم د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ورته غوښتنې درلودې او طالبانو څخه يې پر زده کړو د بنديزونو د لېري کېدو غوښتنې کولې.

طالبان نه یوازې دا چې په کندهار کې بلکې په ټول افغانستان کې په پرله پسې ډول هڅه کوې، چې د کار او زده کړو په اړه د نجونو د غږ پورته کولو مخه ونيسي.

طالبانو د ښوونيزو مرکزونو مسولينو ته په شفاهي ډول خبردارۍ ورکړی، چې د زده کوونکو او محصلينو د لاريونونو او تحرکاتو مخه ونيسي، کنه بیا به اړونده ښوونيزه اداره جواب وايي.

څه باندې ۸۵۰ ورځې کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منع کړې دي.

دغه ډله نجونو ته هم اجازه نه ورکوي چې پوهنتون ته لاړې شي.

ملګري ملتونه، د اسلامي همکاریو سازمان، د هغو هېوادونو په ګډون، چې اکثریت مسلمان نفوس لري؛ د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز غندلی دی.

په ورته وخت کې طالبانو د داخلي او بهرنيو تکراري غوښتنو سره - سره د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو بيا پرانستلو ته غاړه نه ده اېښې.

یونېسف ویلي، چې دا مهال له درېیو میلیونو زیاتې نجونې ثانوي زده کړو ته لاسرسی نه لري؛ خو طالبانو بیا دا خپله داخلي مساله بللې او ویلي یې دي، چې د نجونو زده کړې د امر ثاني پورې ځنډول شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبانو د نجونو پر زده کړو او کار بندیز لګولی؛ بلکې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم دغې ډلې نجونې او مېرمنې له زده کړو او کار منع کړې وې.

نور خبرونه

رادیو