د طالبانو د محدویتونو په لړ کې امریکا د افغان نجونو او مېرمنو د مقاومت ستاینه وکړه

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۴

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، چې دا مهال یې چارې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه پر مخ وړل کیږي، د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د افغان مېرمنو مقاومت ستایلی دی.

د امریکا سفارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) پر خپل اېکس پاڼه، د زده کړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپور کړي پیغام کې د افغان مېرمنو مقاومت، تل پاتې ځواکمنتیا ستایلي او ټینګار یې کړی، چې «د امریکا پراختیايي ادارې (USID) تېر میلادي کال با کیفیته زده کړو ته د نجونو د لاس رسي په هدف د راتلونکو ۵ کلونو لپاره ۷۹ میلیونه ډالر چمتو کړل.»

تر دې وړاندې د افغانستان - امریکايي پوهنتون هم اعلان کړی وو، چې له نهم ټولګیو څخه فارغو نجونو ته په انلاین بڼه د با کیفیته زده کړو زمینه برابروي، چې یادې پروسې ته نوملیکنه لا هم روانه ده.

امریکا په داسې مهال د افغان مېرمنو مقاومت او ځواکمنتیا ستايي، چې طالبانو وروستۍ یوه میاشت کې د هېواد له بېلا بېلو سیمو یو شمېر نجونې د بې حجابۍ په تور نیولي او زندانونو ته یې غورځولي دي.

ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې له افغان نجونو سره د طالبانو وروستی چلند ټکان ورکوونکی بللی او غوښتنه یې کړې، چې روان بد وضعیت باید پای ومومي.

نور خبرونه

رادیو