د طالبانو د کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه تر ۱۵۰۰ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۴

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې له پاکستان او ایرانه په راستنو شویو افغان کډوالو کې د بې سرپرسته ماشومانو تر څنګ هغه بندیان هم شامل دي چې، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بندیان وو.

د طالبانو د کدوالو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (سلواغې ۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د سه شنبې په ورځ له ایرانه ۱۲۰۱ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري ډول د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي.


دغه وزارت ویلي، د راستنو شویو کسانو له ډلې څخه ۵۵۱ تنه اړمن کسان د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال دفتر ته ورپېژندل شوي او همدارنګه د یاد وزارت له لوري د ۵۱ کورنیو سره نغدي مرستې هم شوې دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، له ایرانه په جبري اېستل شویو کډوالو کې ۵۳ بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو او په هرات ولایت کې د وار چایلډ موسسې ته سپارل شوي.

همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، د سه شنبې په ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارو ۳۰۱ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي.
دغه وزارت د سپین بولدک د سرحدي امریت د راپور له مخې ویلي، چې په راستنو شویو کسانو کې ۵۷ تنه هغه زندانیان هم شامل وو چې د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې بندیان وو.

په دې ورستیو کې له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنېدو شمېر کم شوی؛ خو په تېرو دوو ورځو کې له ایرانه تر دوه زرو ډېر افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي.

نور خبرونه

رادیو