پاکستان د کونځلو په تولید کې د نړۍ پنځم ستر هېواد ونومول شو

د پاکستان د خوړو ملي خوندیتوب او څېړنو وزارت وایي، چې دغه هېواد د کونځلو په تولید کې د نړۍ په کچه پنځمه درجه خپله کړې ده. د دې وزارت د شمېرو له مخې؛ پاکستان سږ کال د څلور سوه میلیونه ډالرو په ارزښت کونځلې صادرې کړې دي.

د پاکستان دولتي راډیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله وايي؛ بزګر کونځلو ته د نغدو پیسو د محصول په سترګه ورته ګوري او دې چارې د دغه کښت مجصول ډېر کړی دی.

د دوی په خبره، د صوبايي حکومتونو او د خوړو ملي خوندیتوب او څېړنو وزارت ګډې هڅې هم د کونځلو د کښت په پراختیا کې مهم رول لری.