د پاکستان د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره نوي ځواکونه ګومارل کېږي

د پاکستان لنډ مهالې ادارې پرون د کابینې په غونډه کې پرېکړه کړې، چې د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره به د پوځ او ولسي ځواکونو به لیکو کې نوي کسان وګومارل شي.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د لومړي وزیر په مشرۍ د پاکستان د لنډ مهاله ادارې وزیرانو پرېکړه کړې چې د فبرورۍ د میاشتې په ټاکنو کې د سولې او ټیکاو په موخه دې د پوځ او ولسي ځواکونو(سول ارمډ فورسز ) د لیکو د پیاوړتیا له پاره دې نوي کسان په دغو لیکو کې جذب کړای شي.
دغه ګام له هغې وروسته اخیستل کېږي، چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې د تاوتریخوالي لمن پراخه شوې او هره ورځ دغلته د وسله‌والو په بریدونو کې قومي مشران او ټاکنو ته ولاړ نوماندان په نښه کېږي.
همدا تېره ورځ په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند صوبو کې د وسله‌والو له‌خوا شپې پاڼې خپرې شوې وې او له خلکو یې غوښتي وو، چې په ټاکنو کې له ګدونه ډډه وکړي.
دا رنګه د روانې میاشتې په لومړیو کې د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې یو خپلواک نوماند په وسله‌وال برید کې وژل شوی و.
په خبرپاڼه کې دغه شان راغلي، چې امنیتي ځواکونه به په حساسو حوزو او د رای ورکولو په مرکزونو کې دندې ترسره کوي او همدارنګه به د چټک غبرګون ځواک په توګه چارې سرته رسوي.
تر دې وړاندې د پاکستان لومړی وزیر څو ورځې مخکې د راتلونکو ټاکنو د ښه ترسره کولو او د دوی د امنیتي ترتیباتو د څارنې لپاره اوه کسېزه کمیټه هم جوړه کړې وه.
یوه ورځ وړاندې د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر مرتضی سولنګي ویلي و، چې د ګواښونو د خبرتیاو او د ټاکنو تر منځ هیڅ ډول تړاو نه شته او ټینګار یې وکړ، چې ټاکنې به په ټاکل شوې نېټه تر سره کېږي او په دې کې د شک ځای نه دی پاتې.
ښاغلي سولنګي ویلي و: "په تېرو کلونو کې هم په پاکستان کې د امنيتي ستونزو سره، سره ټاکنې ترسره شوې وې، د راتلونکې فبرورۍ په اتمه به هم د ټاکنو په ترسره کولو کې کومه ستونزه نه پېښیږي ."