اوتنبایوا افغان نجونو ته:م.م ستاسو ترڅنګ ولاړ دي او ستاسو لپاره عدالت غوښتنې ته دوام ورکوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۴

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د زده‌کړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي:« نن د زده‌کړې نړۍواله ورځ ده او دا موږ ته یو ښه او اړین فرصت دی، چې د تلپاتې سولې له پاره د زده‌کړو پر ارزښت وپوهېږو.»

هغه وایي، په افغانستان کې زده‌کړې د نجونو، هلکانو، ښځو او نارینه‌وو له بنسټیزو حقونو څخه دي چې د افغانستان د راتلونکې بنسټ جوړوي.

هغه زیاتوي:« په تېر کې افغانستان ښه شاعران، انجنیران، ساینس پوهان او ستور مزلي نړۍ ته ورپېژندلي وو او دا یو داسې میراث دی، چې باید پرې وویاړو.»

هغه وایي:« د ټولو ښځو او نجونو د زده‌کړو روان محرومیت د دوام وړ نه دی.»

هغه نجونو ته په خطاب کې وایي، د یوې هوسا ټولنې لپاره ستاسو زد‌ه‌کړې اړینې دي تاسو ځان کمزورې مه ګڼئ. ملګري ملتونه ستاسو ترڅنګ ولاړ دي او ستاسو لپاره عدالت غوښتنې ته دوام ورکوي.

هغه وایي، د نجونو زده‌کړې یوازې د لوېدیځو هېوادونو غوښتنه نه ده؛ بلکې د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده:« د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې هم دغه غوښتنه وړاندې شوې وه، چې اوسني واکمنان دې جنسیت ته له پاملرنې پرته د ټولو د حقونو د ټینګښت له پاره کار وکړي.»

هغه وایي، اوسنی روان وضعیت افغانان زیانمنوي او افغانستان له اسلامي نړۍ او نړۍوالې ټولنې جلا کوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره لاهم له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره پر زده‌کړو بندیز لګېدلی، که څه هم طآلبانو ویلي وو چې د نصاب په بدلولو به د نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل شي؛ خو د څه کم درېیو کالو په تېرېدو هم طالبان پّ دې نه دي توانېدلي، چې یو نوی نصاب جوړ کړي.

نور خبرونه

رادیو