هېدر بار: د ملګرو ملتونو راتلونکې غونډه کې د افغانو مېرمنو د بشپړ ګډون غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۴

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدر بار ټینګار کړی، چې افغانې ښځې باید د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې په بشپړ ډول ګډون وکړي.

هغې خوښي څرګنده کړې، چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش له افغانو ښځو سره کېدونکی وحشت درک کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې څلورمه) پر خپلې اېکس پاڼې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند په حواله لیکلي، انتونیو ګوتریش د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او کار بندیز، «وحشتناک» بللی دی.

هېدر بار لیکلي، چې په ډېر احتمال سره د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه به د فېبرورۍ میاشت کې جوړه شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند د مرغومې په ١٤مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره منلې وه، چې انتونیو ګوترېش هوډ لري په یو مناسب وخت کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو په شتون کې غونډه جوړه کړي.

په دې وروستیو کې د مقاومت ملي شورا هم له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو استازو ته بلنه ورکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان ثور میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بېلا بېلو هېوادونو د ځانګړیو استازو په ګډون غونډه جوړه کړې وه.

د دې غونډې موخه له طالبانو سره د تعامل څرنګوالی او په نړۍواله ټولنه کې ګډ تفاهم ته رسېدل وو.

نور خبرونه

رادیو