د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: د اروپايي ټولنې له استازې سره مو د کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې رافیلا ایوډیس سره په لیدنه کې له افغانستان سره د مرستو پر دوام او له پاکستان او نورو هیوادونو څخه د افغان کډوالو په جبري اېستلو او بشري مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهار شنبې په ورځ د (سلواغې ۴مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، په دغه لیدنه کې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې له افغانستان سره د مرستو پر دوام له پاکستان او نورو هېوادونو څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو، د هرات ولایت زلزله ځپلو سره په مرستو او نورو سیاسي مسایل خبرې اترې شوې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغې لیدني په اړه ویلي، چې دواړو لوریو د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ تعامل اړین بللی او د همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی.
خو ښاغلي بلخي د اروپايي ټولنې پر غوښتنو نوره رڼا نه ده اچولې، چې هغې غاړې له طالبانو څه وړ غوښتنې لرلې.

نور خبرونه

رادیو