د پاکستان صنعت اداره: له افغانستانه د وارېدونکو ډبرو سکرو بیه لوړه شوې ده

د پاکستان د صنعت ادارې د وروستیو مالوماتو له مخې، له افغانستانه د وارېدونکو ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي. د پاکستان انټرنیشنل بلک ټرمینل لمیټډ مالومات له افغانستان څخه د ډبرو سکرو په وارداتو کې کموالی او له نورو سرچینو او هېوادونو څخه د وارداتو زیاتوالی ښیي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په لومړیو ۱۶ ورځو کې شاوخوا ۴۹۳.۰۰۰ ټنه د ډبرو سکرو واردات شوي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ډبرو سکرو تر ټولو لوړ لېږد دی.

د دوی په وینا، دغه زیاتوالی له افغانستانه د وارداتو کمښت او د ریچارډ بې ډبرو سکرو ټیټو بیو ته منسوب کېدی شي، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې په هر ټن کې نږدې ۹۸ ډالر و.

د دوی په باور د ریچارډ بې د ډبرو سکرو واردول شاوخوا ۴۰۰۰۰ - ۴۱۰۰۰ روپۍ لګښت لري، په داسې حال کې چې د افغانستان د ډبرو سکرو بیه د ۵۲۰۰۰ روپیو ترمنځ ده چې د ریچارډ بې پرتله ۲۵ سلنه لوړه ده.

د دوی پ وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي ستونزو له امله، د دغه هېواد د ډبرو سکرو سوداګریزې چارې هم پڅې شوې وې.

تر دې وړاندې د روان کال په وري میاشت کې په افغانستان کې د ډبرو سکرو د صادروونکو ټولنې چارواکو ویلي وو، چې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات د تېرو میاشتو پرتله ۶۰ سلنه کم شوي دي.

په افغانستان کې د ډبرو سکرو د صادروونکو ټولنې مشر محمد رسول توتاخېل ویلي و، چې په تېرو شپږو مياشتو کې تر ٥٠٠ لارۍ سکاره پاکستان ته صادرېدل؛ خو اوس یوازې ٤٠ سلنه صادرېږي.

خو ځینو شنونکو هغه مهال نیوکه کوله، چې پاکستان ته باید دغه صادرات په کلدارو ونشي او حال دا چې طالبانو په کلدارو د ډبرو سکرو صادرات رد کړي وو.

له بلې خوا پاکستان ته په کمه بیه د ډبرو سکرو لېږد او په کور دننه په لوړه بیه پلورل کېدل هم د خلکو له نیوکو سره مخ شوي وو.