جرمني کې معترضې افغان مېرمنې د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندلو لپاره اعتراض بل ښار ته غځوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۴

د جرمني په دوسلدروف ښار کې د راین-وستفالن ایالتي پارلمان مخ ته معترضو افغان مېرمنو د خپل اعتراض پای ته رسولو سره وویل، راتلونکې اونۍ به د دغه هېواد په بل ښار سټاټګرټ کې دا اعتراض پیل کړي.

دوی له څو میاشتو راهیسې په دې اعتراض سره له نړۍ غواړي چې په افغانستان کې له ښځو سره د ناوړه چلند له امله د طالبانو جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.

د ښځو د حقونو د فعالې تمنا زریاب پریاني په مشرۍ دا مېرمنې وايي، اعتراضونه به یې تر هغه دوام ولري چې نړۍ د افغانستان د اوسني حالت په اړه خپله چوپتیا ماته کړي.

تمنا زریاب پریاني پرون د اعتراض پای ته رسولو پر مهال د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په اړه پریکړه لیک ولوست.

هغې پرون په خپله اېکس پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د میرمنو وضعیت وحشتناک وباله.

میرمن پریاني همداراز زیاته کړه، په افغانستان کې د ښځو پروړاندې محدودیتونه د هرې ورځې په تیریدو سره زیاتیږي او د افغانستان خلک په بیلابیلو پلمو ځورول کیږي.

مېرمن پریاني د تېر کال د سپټمبر پر ۳۰ د جنستی توپیر په هکله دا اعتراض پیل کړ او په اروپا کې یې له نورو فعالانو هم وغوښتل چې ملاتړ یې وکړي.

نوموړې په دغه ښار کې هم تر دېرشو ورځو اعتراض وروسته خپلې دا هڅې فرانکفورټ ښار ته وغځولې.

دغه معترضې مېرمنې په افغانستان او بهر کې له ټولو افغانانو غواړي چې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په اړه ددوی د اعتراضونو او کمپاینونو ملاتړ وکړي.

نور خبرونه

رادیو