طالبانو په دوولسم ځل د څه باندې څلور لکه ډالرو په ارزښت درې نیم زره قېراطه زمرود پلورلي دي
د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د څلور لکه و پنځه زره او ۵۰۰ سوه امریکايي ډالرو په ارزښت یې د پنجشېر څه باندې ۳۵۲۰ قېراطه زمرود پلورلي دي. دغه وزارت تېره ورځ سه شنبه (د سلواغې درېمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پنجشېر کې یې د دوولسم ځل لپاره زمرود په سوداګرو پلورلي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو کانونو او پټروليم اداره وايي چې دغه زمرود د داوطلبۍ په دوولسم پړاو کې یې پر شپږو تنو سوداګرو پلورلي دي.
طالبانو د ۱۴۰۲ کال د زمري د میاشتې له نیمایي څخه د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرود کان کیندنه پیل کړه. طالبانو هغه مهال اعلان کړی و چې د کانونو او پټرولیم وزارت ۲۰۰ د زمرودو کان کارګرانو ته یې د کار جوازونه ورکړي دي.
د پنجشیر لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم مشر مولوي محمد قاسم امیري وايي د وروستۍ ترسره شوې سروې له مخې یې د دغه ولایت په پریان او دره ولسوالۍ کې هم د زمرودو کانونه موندلي او نمونې یې کانونو وزارت ته د معلوملو لپاره لیږلې دي.
د طالبانو د شمېرو له مخې، په پنجشېر کې د زمرود ۷۵۰ کانونه ثبت شوي او له دغه شمېر یې «۵۰۰ یې فعال دي».
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.