بلاول بوټو: که نواز شریف بیا لومړی وزیر شي نو له ډېرو به سخت غچ واخلي

د پاکستان د پیلپز ګوند مشر او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بلاول بوټو وايي، چې د نواز شریف سیاست د تشدد سیاست دی او که چېرې د څلورم ځل لپاره واک ته ورسي؛ نو داسې غچ به واخلي چې چا یې تصور هم نه و کړی.

نوموړې نن سې شنبه (د سلواغې ۳یمه) په پاکستان کې یوې غونډې ته ویلي، چې دی نواز شریف له هر چا ډېر ښه پېژني او نوموړی یو کرکجن او کینه ګر انسان دی.

هغه وویل:" که نواز شریف په څلورم ځل وزيراعظم شو نو انتقام به اخلي، کوم چې هېڅ اټکل یې نه کیږي، د هغه سياست د تشدد سياست دی".

بوټو زیاتوي، چې د نواز شریف تېر ته په کتو هغه به خامخا غچ اخلي او نوموړی به له قاضي نیولې تر د زندان د کارکوونکو او مسوولینو پورې له ټولو خپل انتقام اخلي.

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د نواز شریف حکومت ړنګ شو؛ نوموړی د بېلابېلو جرمي دوسیو له امله زندان ته واچول شو او بیا د ناروغۍ په پلمه له پاکستانه بهر لاړ.

نوموړی له څو کلونو جلا وطنۍ وروسته بېرته پاکستان ته ستون شوی او د پاکستان په ټاکنو کې برخه اخلي.