بښنې نړۍوال سازمان: منیژه صدیقي په زندان کې له کورنۍ او مدافع وکیل سره له اړیکو بې برخې ده

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۳

د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو په زندان کې د منیژه صدیقي د نیولو او د هغې د ربړولو په اړه په اندېښنه کې دی او ویلي یې دي، چې د ښځو د حقونو دغه فعاله له خپلې کورنۍ او مدافع وکیل سره د اړیکو نیولو له پلوه بې برخې ده.

دغه سازمان د طالبانو له استخباراتو غوښتي، چې د مېرمنو ربړونه او هغوی ته د سزا ورکول دې نور بند کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ د (سلواغې په دویمه) د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته د منیژې صدیقي د وضعیت په اړه لیک استولی او د هغې د ژر او پرته له کوم شرطه د خوشې کولو غوښتنه یې کړې.


د دغه سازمان موندنې ښيي، چې د طالبانو په زندان کې منیژه صدیقي ډاکټر ته لاسرسی نه لري او د هغې رواني حالت د خرابېدو په حال کې دی.
د بښنې نړۍوال سازمان د منیژې صدیقي نېونه د نړۍوالو قوانینو پر خلاف چاره او هغه یې په ښکاره د بیان د ازادۍ سره په ټکر کې بللې ده.
د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي د تلې په ۱۷مه په کابل کې طالبانو نیولې او تر اوسه یې د هغې د وضعیت په اړه توضیحات نه دي ورکړي.
دغه سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو د تري تم کېدو په اړه نېوکه کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې په خپل سر د ښځو او د هغوی د کورنیو د غړو نیونه ودروي.
له دې سره هم مهاله یوناما د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ۲۰۲۳ کال له اکټوبره تر ډسمبره یو رپوټ هم خپور کړ.
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي، چې د ۱۶۰۰ بشري حقونو د سرغړونو له ډلې نیمايي یې د طالبانو په زندانونو کې له بندیانو له ربړونې او له هغوی سره په ناوړه ظالمانه چلند راټول و.

نور خبرونه

رادیو