له یو لړ ترینګلتیاوو وروسته؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر جلیل عباس جیلاني په بلنه پاکستان ته سفر وکړي.
له هغه وروسته چې په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې دواړه هېوادونه په خپلو کې د کړکېچ د کمېدو په حال کې دي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سفر راپورونه هم خپاره شول.
تر دې وړاندې د جنورۍ په ۲۶مه دندو ته د ایران او پاکستان د سفیرانو د ستنېدو راپورونه هم خپاره شوي وو.
له هغه وروسته چې ایران د بلوچستان پر پنجګور هوایي برید وکړ او د دوو ماشومانو د وژل کېدو په ګډون یې درې نور ټپیان کړل، پاکستان هم د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت برید وکړ چې د ایران په وینا نهه کسان په کې ووژل شول.
له دغو بریدونو وروسته پاکستان له تهرانه خپل سفیر ورغوښتی و او د ایران سفیر یې هم اسلام اباد ته له ورتګ څخه منعه کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي:« د پاکستان او ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د ټیلیفوني خبرو اترو وروسته دوه اړخیزه هوکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو سفیران به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۶مې پورې خپلو دندو ته ستنېږي.»
پاکستان د تېرې جمعې په ورځ له ایران سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو پرېکړه وکړه او له تهران سره یې د "ټولو مسلو" په اړه کار کولو ته لېوالتیا څرګنده کړه.