د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۳۰۰ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري ډول هېواد ته ستانه شول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۳

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، دغه افغان کډوال له پاکستانه د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي چې ۲۳ تنه په کې هغه کسان هم شامل دي چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (سلواغي ۳مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې ۳۱۷ تنه افغان کډوال د دوشنبې په ورځ له پاکستانه په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت لیکلي، ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۴ تنه وو د سپین بولدک له لارې او ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۰ تنه وو د تورخم له لارې هېواد ته په جبري ډول راستنې شوې.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه راستنو شویو کسانو کې ۲۳ تنه هغه کسان هم شامل وو، چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.
همدارنګه دغه وزارت وايي، له پاکستانه په جبري ډول راستانه شویو کډوالو کې ۲۱ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي، چې د یاد وزارت له لورې (اېم، پي، او) موسسې ته سپارل شوي دي.
دغه وزارت ویلي، چې له پاکستانه راستانه شوي کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ دفتر ته د مرستو تر لاسه کولو په موخه ورپېژندلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې د تازه راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳ مې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه ستانه کړل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو