د کډوالۍ نړۍواله اداره: تر نیم مېلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۳

د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي، چې له څلورو میاشتو راهیسې له ۵۰۰ زرو څخه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه وتلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل: «ځیني افغانان بېرته ستنېدو ته اړ اېستل کېدای شي، چې دوی کې به ډېری کسان په بېرته ستنېدو له ځورونې، نیونې او یا د ربړوونې له ګواښ سره مخامخ وي.»

له بلې خوا د جنورۍ په ۱۸مې پاکستانۍ رسنیو هم راپور خپور کړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۸مې پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۰،۹۹۹ ته رسېدلی او لاهم دغه لړۍ روانه ده.


تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي و، چې لاهم په دغه هېواد کې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوال پاتې دي.

د دوی په وینا، د دغو کډوالو تر ستنېدو به دغه لړۍ په منظمه توګه روانه وي.

نور خبرونه

رادیو