چمن پرلتوال: د سلو ورځو په تېرېدو هم د پاکستان حکومت د پاسپورټ پرېکړه نه ده بدله کړې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۳

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون د پرلت د سلو ورځو له تېرېدو سره په چمن کې د پاسپورټ ادارې، د پولیو ضد واکسین او په ټاکنو کې له ګډون سره د پرېکون تر څنګ پراخ لاریونونه او د نه خوړلو اعتصاب تر سره شول خو د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه مني.

د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک-چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ د جبري کیدو له پرېکړې وروسته سل ورځې مخکې، د چمن ځايي اوسېدونکو، دیني عالمانو او ځايي سیاسي ګوندونو د پاکستان د حکومت د دغې پرېکړې په غبرګون کې پرلت وواهه.

خو د دغو سلو ورځو پرمهال د پرلت وهونکو او د پاکستان حکومت تر منځ څو ځله خبرې اترې هم بې پایلې پاتې شوې او دروازه لاهم تړلې ده.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د دغه سل ورځني پرلت سرلاری غوث الله اڅکزی وايي: «ریاست دې موږ دومره نه مجبوروي چې موږ دې خپلو خولو ته په اعتراضي ډول قلفونه واچوو، نور دې دروازه خلاصه کړي او که حکومت بیا هم زموږ غوښتنې ونه مني موږ به په چمن ښار کې د ټولو دولتي ادارو دروازې بندې کړو.»

د دغه سل ورځني پرلت پر مهال په چمن کې د پاسپورټ اداره وتړل شوه او د پولیو ضد واکسین پر کمپاین هم بندیز ولګول شو.

د چمن پرلت غړی حمیدالله وایي: «موږ په هیڅ صورت له خپلو غوښتنو نه په شا کیږو، موږ پر دروازه د پخوا په شان د پاکستان په شناختي کارډ او د افغانستان له لوري پر پیژندپاڼو تګ راتګ غواړو. اوس خو د سلو ورځو راهیسې دلته هره ورځ زرګونه کسان ناست وي، چې یو کس هم په پرلت کې ناست پاتې شي د پرلت غوښتنې چې نه وي منل شوي پرلت به دوام لري.»

په تېرو سلو ورځو کې د پرلت وهونکو له لوري د ماشومانو لاریون، د معلولانو لاریون او تازه دوه ورځې وړاندې د نه خوړلو اعتصاب تر سره شو.

خو لا هم د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پریکړه نه بدله کړې.

دا په داسې حال کې ده چې، د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پرلتوالو او پاکستاني چارواکو تر منځ څو ځله خبرې اترې هم بې پایلې پاتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو