پاکستان کې د سختو لړو له امله ۳۰ الوتنې ځنډول شوې او څلور نورو هوايي ډګرونو ته لېږدول شوې

په اسلام اباد، پېښور او سیالکوټ ښارونو کې د سختې لړې له امله د الوتنو مهال وېش په دوامداره توګه اغېزمن شوی او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې ۳۰ الوتنې لغوه شوې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د سختو لړو او د لید کمېدو له امله ۴ بهرنۍ الوتنې بدیلو هوايي ډګرونو ته ګرځول شوې دي.

په اسلام اباد او پېښور ښارونو کې د هوا د خرابوالي له امله د شارجه ـ اسلام اباد او جده ـ پېښور الوتنې یې د لاهور هوايي ډګر ته ور ګرځولې او د شارجې څخه سیالکوټ ته الوتنه یې د لاهور هوايي ډګر ته ور ګرځولې ده.

د دغه ۳۰ الوتنو د ځنډولو تر څنګ د الوتنو د مهال وېش له مخې له جدې څخه اسلام اباد ته د سعودي اېرلاین یوه الوتنه لغوه شوې ده.