د طالبانو کډوالو وزارت: له زرو څخه زیات افغان کډوال په جبري توګه له ایران څخه راستانه شوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۳

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (سلواغي درېمه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې یو زر او ۱۵۰ تنه افغان کډوال تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د هرات ولایت د اسلام کلا د سرحدي امریت د راپور له مخې په دغو راستنېدونکو کډوالو کې کورنۍ هم موجودې وې، ویل کیږي په دغو کډوالو کې ۴۱۷ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.

‏د دغه وزارت د معلوماتو له مخې له ۳۰ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدې مرستې وشوې او ۲۷ تنه بې سرپرسته ماشومان د وار چايلډ موسسې ته ور وپېژندل شول چې پر پوله ګمارل شوې کمېټې یې تر خپلو کورنیو یې ور ورسوي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د یک شنبې په ورځ هم د اسلام کلا له لارې ۷۴۶ تنه افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه کړل شوي وو.چې یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې په جبري ډول راستانه کړل شوي شوي وو.

نور خبرونه

رادیو