د پاکستان پوځ: امنیتي ځواکونو مو په بلوچستان کې ۷ وسلوال مخالفین وژلي دي
د پاکستان پوځ د بلوچستان صوبې د ژوب ولسوالۍ په سمبازه سیمه کې د پوځ او د پاکستان د مخالفو وسلوالو تر منځ په نښته کې د اوو وسلوالو مخالفینو د وژلو خبر ورکړی دی.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وژل شوي کسان په امنیتي ځواکونو باندې په بریدونو او د بې ګناه ملکي خلکو په وژلو کې ښکیل وو.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر همداراز زیاته کړې ده، چې یوه اندازه وسلې او چاودیدونکي توکي د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او په سیمه کې لا هم چاڼيز عملیات روان دي.
د دغې پېښې په اړه تر اوسه د پاکستان کومې مخالفې وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې د بلوڅ ښځینه پرلت مشرې ماه رنګ بلوڅ ویلي وو، چې د پاکستان پوځ د بلوچستان په یو شمېر سیمو کې ملکي وګړي په نښه کوي.