د چمن پرلتوال: د نه خوړو اعتصاب مو د قومي مشرانو او دیني عالمانو په غوښتنه پای ته ورساوه

د سپین بولدک ـ چمن پرلتوالو چې ۳۴ ساعته مخکې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی و، نن دوشنبې (د سلواغې ۲مه) یې د یو شمېر سپین ږیرو او دیني عالمانو په غوښتنه پای ته ورساوه.

که څه هم د نه خوړو اعتصاب پای ته رسېدلی؛ خو د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون اعتراضونه او پرلت همدا راز دوام لري.
د چمن د لغړي اتحاد مشر او د پرلت سرلاری غوث الله اڅکزی وایي، چې سلګونه کسان چمتو دي څو د نه خوړو په اعتصاب کې برخه واخلي؛ خو یو شمېر سپین ږیرو، قومي مشرانو او دیني عالمانو دوی ته د نه خوړو د اعتصاب اجازه ورنه کړه.
یوه اعتصاب کوونکي وویل: "موږ دې مړه شو؛ خو د دې وطن وګړي دې له ستړيا خلاص شي او دوی ته دې د خپل حلال روزګار تړلې دروازې خلاصي شي."

دوی همداراز وایي؛ تراوسه د دوی غږ د حکومت له خوا نه دی اورېدل شوی او که د چمن لارې د خلاصېدو لپاره اقدام ونه شي، په نورو لارو به غور وکړي.
د چمن پرلتوال زیاتوي؛ د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته دوام وکړي تر څو چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه نه وي اخیستې.
د یادولو ده، چې له نږدې سلو ورځو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د چمن ځايي اوسیدونکو، سوداګرو او سیاسي ګوندونو پرلت وهلی دی.