د ترکیې پولیسو په بیټلیس ښار کې د افغان کډوالو یوه ډله نیولې ده

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲

د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په دویمه) د بیټلیس ښار سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ، چې په یوه لارۍ کې سپاره ۷۶ تنه افغان کډوال د تانریار په سیمه کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یو تن د "انساني قاچاق" په تور نیول شوی دی.

د بیټلیس د والي دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دا پناه غوښتونکي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړۍ) د پولیسو له خوا ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ټول بندیان افغان اتباع دي او د ترکیې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري.

خبرځاى زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه يو يې عدليې رياست او پاتې نور د مهاجرينو د ستنولو رياست ته سپارل شوي دي .

د بیټلیس د والي دفتر لیکلي، چې دوی به د قانوني مراحلو له ترسره کولو وروسته له ترکیې څخه و ایستل شي.

نور خبرونه

رادیو