طالبان: له پاکستان او ایرانه نږدې زر تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه راستانه شوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲

د طالبانو کډوالو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې دویمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د یک شنبې په ورځ د اسلام کلا له پولې۷۴۶ تنه افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي.

دغه وزارت وايي، په دغو کسانو کې یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې په جبري ډول راستانه شوي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۳۶ کورنۍ افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري ډول له پاکستانه ستانه کړل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د یادو کورنیو د ټولو غړو شمیر ۱۷۸ تنه دی.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي افغانستان ته تازه راستانه شوي دغه کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي چې له شلو زرو څخه ډیرو هغو کورنیو سره چې په جبري ډول له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنې شوې او له داخلي بیځایه شويو سره د خوراکي توکو، ژمنیو جامو، نغدو پيسو او روغتیايي کڅوړو مرسته هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۸ نېټې پورې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمیر ۴ لکه ۷۰ زره او ۹۹۹ تنو ته رسېدلی دی.

نور خبرونه

رادیو