د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له ایران او پاکستانه په جبري توګه سلګونه کډوال راستانه شوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱

د طالبانو کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ شنبه (د مرغومي ۳۰مه) د پکتیکا، ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات له پولې په جبري توګه سلګونه راستنو شويو کډوالو ته د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون د کمېټو له لوري مرستې شوې دي.

دغه وزارت وايي، د سپین بولدک، تورخم، انګور اډې، ورشیمو او اسلام کلا له پولو څخه ټولټال ۷۱۳ تنه کډوال په خپله خوښه او زور راستانه کړل شوي دي.

د دوی په وینا، دغه کورنۍ تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړېوال پروګرام او د کډوالۍ نړېوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.

د کډوالو وزارت د معلوماتوله مخې، چې د ۲۳۸ کسان د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې له لارې او پاتې ۴۷۵ تنه د ورشیمو او اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت وړاندې وايي د دغو کډوالو له جملې یې ځینې هغه له نغدي مرستو وروسته خپلو مېنو ته استولي او ځینې هغه یې موقتي پنډغالو کې ځای پر ځای کړي دي.

‏دوه ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی وو، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۸ پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۰،۹۹۹ ته رسېدلی او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

‏ تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي و، چې لاهم په دغه هېواد کې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوال پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو