طالبانو د پاسپورټونو لپاره د کاغذي غوښتنلیکونو پروسه ودروله
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/ae50e66386d37fa7752008916521905e09ee04e9-474x266.jpg?rect=1,0,473,266&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو تر واک لاندې د پاسپورټ ریاست ویلي، د اسانتیاوو د نشتون، د سړې هوا، د مراجعینو د ګڼې ګوڼې او د سیمې د خلکو تر شکایت وروسته یې د کاغذي غوښتنلیکونو پروسه ودروله.
دغه ریاست نن په خبرپاڼه کې ویلي، یوازې په انلاین بڼه هغو کسانو ته پاسپورټونه ورکوي چې ناروغ وي او یا هم جدي اړتیا ولري.
د پاسپورټ ریاست همداراز زیاته کړې ده، چې په کابل او ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش د نویو څانګو د پرانېستلو لپاره هڅې روانې دي ترڅو ټولو هیوادوالو ته په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.
د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې یوازې په کابل کې د پاسپورټ د ویشلو څلور څانګې پرانېستل شي.
په وروستیو اونیو کې په کابل کې د پاسپورټ بهیر له بیا پیل څخه وروسته، په کابل کې د غوښتونکو لویه ډله دغه ریاست ته تللې او یو شمیر هیوادوال وایي، چې د بیوزلۍ او وزګارۍ له امله د وطن پریښودو ته اړ شوي دي.
یو شمیر ویدیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ښيي چې په هرات ولایت کې هم زرګونه کسان د پاسپورټ د ترلاسه کولو په موخه ددغه ولایت د ریاست پاسپورت ته ورغلي دي.
د یادولو ده چې، د پاسپورټ د ترلاسه کولو د بهیر له سخت کیدو وروسته په تورو بازارونو کې د پاسپورټ د راکړې ورکړې کارونو هم زور اخیستی او زرګونه هیوادوال د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره ان د یوه پاسپورټ لپاره تر زرو ډالرو هم ورکوي.