په بدخشان ولایت کې د لوېدلې الوتکې څلور کسان ژوندي پېدا شوي
د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت پر اېکس ټولنیزه پاڼه د یوه ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په بدخشان ولایت کې د لوېدلې الوتکې د پېلوټ په ګډون څلور کسان ژوندي پېدا شوي دي.
دغه (۱۰ـ فالکون) ډوله روسۍ شخصي جټ الوتکه چې شپږ سپرلي یې درلودلې پرون ماښام په بدخشان ولایت کې نادرکه شوې وه او نن د کوف اب ولسوالۍ د ارز کوه په سیمه کې پېدا شوې ده.
د بدخشان لپاره د طالبانو د والي د دفتر رییس خان محمد اسد ویلي، چې د الوتکې له شپږو سپرلیو څخه څلور یې ژغورل شوي او دوو نورو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي وو، چې دغې الوتکې د تاشکند په هدف الوتنه کړې وه او تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې د تخنیکي ستونزو له امله ترې خپل لوری ورک او د بدخشان ولایت د زیباک او کران و منجان ولسوالیو په غرونو کې ورکه او غورځېدلې ده.
طالبانو د دې پېښې د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د روسیې د هوانوردۍ ادارې ویلي، چې په افغانستان کې غورځېدلې الوتکې شپږ سپرلۍ درلودې چې دوه کسان یې روسي وګړي دي.
د روسیې د هوانوردۍ ادارې زیاته کړې، هغه الوتکه چې په افغانستان کې د رادار له لیکې ورکه شوې، په اتلتیک ډلې پورې اړه لري.
د روسيې ټاس خبري اژانس د دغه ادارې له قوله ليکلي، چې دغه الوتکه له تاشکند څخه مسکو ته روانه وه.