له پاکستان څخه څه باندې ۴۷۲ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۷۲ زره ۱۸۷ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي.
د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۶۳۹ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به باسي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ شنبه (د مرغومي ۳۰مه) د پکتیکا، ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات له پولې په جبري توګه سلګونه راستنو شويو کډوالو ته د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د کمېټو له لوري مرستې شوې دي.

دغه وزارت وايي؛ د سپین بولدک، تورخم، انګور اډې، ورشیمو او اسلام کلا له پولو څخه ټولټال ۷۱۳ تنه کډوال په خپله خوښه او زور راستانه کړل شوي دي.

د دوی په وینا؛ دغه کورنۍ تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړېوال پروګرام او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.

د کډوالو وزارت د معلوماتوله مخې؛ د ۲۳۸ کسان د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې له لارې او پاتې ۴۷۵ تنه د ورشیمو او اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغې پرېکړې په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.

طالب چارواکو په وار - وار له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت جبري چلند غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
سره له دې چې طالبان د ژمي په درشل کې د پاکستان پر دغې پرېکړه نیوکه کوي؛ خو وایي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې بېرته هېواد ته راستنیږي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.

نور خبرونه

رادیو