د چمن پرلتوال: پر ډیورنډ کرښه مو د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱

د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت سل ورځې بشپړېدونکې دي.

دغو پرلت والو چې له نږدې سلو ورځو راهیسې د پاکستان د یادې پرېکړي په غبرګون کې پرلت پیل کړی، نن یک شنبه د (سلواغي ۱) نېټه یې د نه خوړو اعتصاب پیل کړ.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د پرلت سرلاری غوث الله اڅکزي د نه خوړلو د اعصاب د پیل پرمهال وویل: «موږ د ولس د ستونزو د حل په موخه هر ډول قربانۍ ته چمتو یو، که ووژل شو هم یې پروا نشته. موږ نن دلته د نه خوړو اعتصاب پیل کړ تر څو د پاکستان حکومت زموږ غوښتنې ومني.»

د چمن پرلتوال وايي، د نه خوړو اعتصاب به یې تر هغه وخت دوام وکړي تر څو چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه نه وي اخیستې.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي: «د پاکستان حکومت سره مو خبرې اترې هم روانې دي خو موږ به خپل اعتراضونو ته هم دوام ورکوو، موږ له خپلې پیل شوې مبارزې نه په شا کیږو او حکومت دې ته اړباسو چې خپله پرېکړه بدله کړي.»

نږدې سل ورځې پوره کیږي چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د چمن ځايي اوسیدونکو، سوداګرو او سیاسي ګوندونو پرلت وهلی دی.

نور خبرونه

رادیو