لاوروف ته د مجاهد ځواب: نور هېوادونه دې ځانته دا حق نه ورکوي، چې زموږ په چارو کې وغږېږي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو ټلویزیون پر اېکس پاڼه په خپور شوي غږیز پیغام کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په ټوله کې افغانستان ټولګډونه او ځواب ورکوونکی حکومت لري.
نوموړي ویلي، افغانستان په دې توانېدلی چې په خپله خاوره امنیت او ټیکاو ټینګ کړي او د افغانستان خلک له بدبختۍ وژغوري.
هغه وایي، نور هېوادونه باید له افغانستان او افغانانو سره په دې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
هغه زیاتوي، چې د افغانستان کورني مسایل د دغه هېواد خلکو پورې اړه لري او باید نور هېوادونه یې په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، هماغه شان چې افغانستان د نورو هېوادونو په کورنیو، سیاسي او نورو چارو کې لاسوهنه نه کوي نور هېوادونه دې هم ځانته دا حق نه ورکوي چې زموږ په چارو کې وغږېږي.
هغه وایي، موږ د روسیې په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او خبرې اترې غواړو.
تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوې خبري تاسته کې ویلي و، چې طالبان دې د پښتنو په ګډون د نورو قومونو او د سیاسي ډلو استازو ته هم په واک کې برخه ورکړي او یو ټولګډونه حکومت دې رامنځته کړي.