ملګري ملتونه: د غزې د قربانیانو ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۳۰

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې نیټې راهیسې د غزې په تړانګه کې تر ۲۴۶۲۰ زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

د دغه راپور له مخې، په غزه کې په هر ساعت کې دوه مېندې وژل کېږي او نږدې ۳۰۰۰ ښځې کونډې شوې دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې په غزه کې د ۱.۹ مېلیونو څخه ډېر کسان بې ځایه شوي دي، چې د ملګرو ملتونو د مېرمنو برخې د اټکل له مخې یو مېلیون یې ښځې او نجونې دي.

د حماس پر وړاندې د اسراییل بریدونه لاهم دوام لري.

د دغو بریدونو پر دوام تازه اسراییلپه خان یونس کې پر یو روغتون د بې پیلوټه الوتکې برید کړی.

نور خبرونه

رادیو