د جلاوطنه خبریالانو ټولنې د احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د خبریالانو د مرکز له خبرپاڼې وروسته، په پاکستان کې د جلا وطنه خبریالانو کمېټې د ګردش اطلاعات د خبري اژانس د امتیاز خاوند او د هغه اژانس د چلوونکي د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه وکړه. احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي تېره ورځ په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوي دي.

طالبانو په کابل کې د خبریالانو د ملاتړ ادارو ته منلې، چې دغه دوه تنه خبریالان یې نیولي او ویلي یې دي چې د یو لړ پوښتنو ګروېږنو وروسته به یې خوشې کړي؛ خو د هغوی د نیول کېدو لاملونه یې نه دي څرګند کړي.
تر دې وړاندې هم طالبانو په تېره میاشت کې ګڼ خبریالان نیولي وو، چې له هغې ډلې یې په کندهار کې د تمدن ټلویزیون، په پروان کې یې د طلوع خورشید راډیو خبریال او په دایکنډي کې د نسیم راډیو مسوول مدیر نیولي وو او تر هغې وړاندې په کابل کې د خورشید ټلویزیون کارکوونکې حسنا سادات په مرموز ډول وژل شوې وه، چې دغو کړنو د ګڼو افغان خبریالانو اندېښنې زیاتې کړې دي.
په تبعید کې د افغان خبریالانو ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې د خبریالانو د ملاتړ له ټولو بنسټونو غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي چې نیول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي او هغوی دې ته اړ کړي، چې له دې وروسته د خبریالانو سره په خپل چلند کې له نرمښت او اعتداله کار واخلي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو دغه ډول کړنې د بیان ازادۍ ته زیان اړوي او په رسنیو کې د خبریالانو د کاري روحیې او لېوالتیا د ماتېدو لامل ګرځي.