د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: تر ۵۰۰ ډېر کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړای شوي
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۲۸مه او ۲۹مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۰۳ افغانان ستانه شوي دي. د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۵۳ کورنۍ چې ټولټال ۲۶۴ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.
د دوی په وینا، دغه کورنۍ تر ثبتېدو وروسته د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۴۹ کورنۍ چې ټولټال ۲۳۹ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
د دوی په خبره، دغه کورنۍ تر ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته وروپېژندل شوې.
له بلې خوا تېره ورځ پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی وو، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۸ پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۰،۹۹۹ ته رسېدلی او لاهم دغه لړۍ روانه ده.
تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي و، چې لاهم په دغه هېواد کې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوال پاتې دي.
د دوی په وینا، د دغو کډوالو تر ختمېدو به د ستنېدو لړۍ په منظمه توګه روانه وي.