جاپان په تاريخ کې پنځم هېواد شو، چې تر سپوږمۍ یې ځان ورساوه
جاپان د نړۍ په تاریخ کې پنځم هیواد شو، چې د شنبې په ورځ یې په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر مخ خپله څېړنیزه فضایي بیړۍ کېنوله. د جاپان فضايي ادارې ویلي، چي د دوی بې پېلوټه فضايي بېړۍ په ډېرې دقیقې ناستې سره د «ټکنالوژۍ یو شاهکار» جوړ کړ.
په همدې مهال ادارې زیاته کړه،چې د دې فضايي بېړۍ یوه لمریزه تخته له ستونزې سره مخ شوې.
په دې بريالي فضايي عملياتو سره جاپان د نړۍ په تاريخ کې پنځم هېواد شو، چې له امريکا، پخواني شوروي اتحاد، چين او هند وروسته يې په بريالۍ توګه سپوږمۍ ته فضايي بېړۍ واستوله.
د جاپان فضايي ادراې د معلوماتو له مخي، سليم (SLIM)د دسمبر له وروستیوراهیسې د سپوږمۍ پر مدار ګرځېده او د جاپان پر وخت نن سهار د سپوږمۍ پر سطحه کوز شو او له هغه وخت راهيسې له ځمکې سره اړيکه لري.
د دې ادارې یوه چارواکي هیتوشي کونیناکا وویل: «سلیم په داخلي بیټرۍ چلیږي او د کېناستو د مهال ترلاسه شوي معلومات په هغه کې زیرمه کیږي او موږ هڅه کوو، چې ځمکې ته د دې ډاټا په لېږلو سرهعلمي پایلې حد اکثر ته ورسوو.»