پاکستانۍ رسنۍ: تر دې دمه ۴۷۰.۹۹۹ بې اسناده افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۹

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پر دوام؛ پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۸مه پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۰،۹۹۹ ته رسېدلی او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

په راپور کې راغلي، چې همدا تېره ورځ ۶۰۳ افغانان چې ۱۷۶ تنه یې نارینه، ۱۳۵ ښځې او ۲۹۲ یې ماشومان وو خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

راپور زیاته کړې، چې دغه ۷۶ کورنۍ په ۵۸ موټرو کې بېرته خپل هېواد ته ستنې کړای شوې دي.

تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي و، چې لاهم په دغه هېواد کې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوال پاتې دي.

د دوی په وینا، د دغو کډوالو د ستنېدا لړۍ په منظمه توګه روانه ده.

خو تر دې وړاندې افغانستان ته له پاکستانه د جمعیت العلمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ تللي پلاوي ویلي و، چې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه سمه نه وه او په دې سره د افغان کډوالو ټول بشري حقونه له پامه غورځول شوي دي.

دغه پلاوي ویلي وو، چې په دې اړه هغوی پخوا هم د اعتراض غږ اوچت کړی او تر دې وروسته به هم د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي، چې د دغو کډوالو په اېستلو کې له زغمه کار واخلي.

نور خبرونه

رادیو