د پاکستان هوايي شرکتونو ته لارښوونه شوې، چې د ایران له هوايي حریمه کار وانخلي
پاکستان له وروستیو کړکېچونو وروسته د دغه هېواد هوايي شرکتونو ته لارښوونه کړې، چې د ایران له هوايي حریمه کار وانخلي او د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان څخه راتلونکو الوتنو ته هم د ايران فضایي حریم څخه د لرې پاتې کېدو سپارښتنه شوې ده.
د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت له هغې وروسته کړکېچن شو، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان په خاوره د ايران لهخوا بريد وشو او په پايله کې یې دوه ماشومان ووژل شول او درې نجونې ټپيانې شوې.
له دغې پېښې وروسته پاکستان پرون سهار د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د خپلو مخالفو وسلهوالو پر پټنځایونو برید وکړ، چې ګڼ شمېر وسلهوال یې ووژل.
له دغې پېښې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د پاکستان شارژدافیر هم ورغوښتی و.