د کاناډا پولیس وايي، چې د 'موټرو یو ستر غل ' کابل ته تښتېدلی دی
د کاناډا د یورک سیمې پولیس وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې له دغې سیمې له پنځو زرو زیات موټر غلا شوي دي. د پولیسو په وینا، د «موټرو د غلاو ستر طراح ۳۴ کلن منصور عبدل په کاناډا کې تر نیول کېدو وړاندې کابل ته تښتېدلی دی.»
د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د موټرو په غلا غدیو کې پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
کاناډايي پولیسو د موټرو د غلاو په تور د پنځو تنو نومونه خپاره کړي دي، منصور عبدل، ابو ایي، مودیبو بامبا، امیل تامبوه ماتنده او الا ملک مقداد هغه پنځه کسان دي، چې د موټرو په غلا غدیو تورن شوي دي.
پولیسو د منصور عبدل به اړه زیات جزییات نه دي خپاره کړي.
د غیر انتفاعي سازمان رییس او د قانون د پلي کوونکو ادارو سره همکار دیو فورسټر وايي چې: «د موټرو د غلاو کچه د هغو د وارد شویو هغې څخه زیاته ده، چې نن سبا دود شوې.»
هغه ویلي، چې نړۍوالې کړۍ د موټرو د غلا په چاره کې ښکېلې دي.
د پولیسو څېړنې ښيي، چې ډېر غلا شوي نقلیه وسایط، بریتانیا او نورو بهرنیو هېوادونو له هغې ډلې عربي متحده اماراتو او لبنان ته لېږل شوي دي.
د «اېکویټ» ټولنه چې په بیمو کې د درغلیو د مخنیوي او د یورک د سیمهییزو پولیسو سره همکاره تولنه ده، اټکل کوي چې د بیمې جرمونه په کال کې له څلورو تر پنځه ملیارډه ډالرو د کاناډا لپاره زیان اړوي چې له هغې ډلې ۱.۲ ملیارډه ډالره یې د موټرو د غلاو له امله ده.
د تورنټو د پولیسو د جرمونو د برخې د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د موټرو غلاوې د نورو کلونو پرتله ۴۵ سلنه زیاتې شوې دي.
د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۳ کال په کاناډا کې د موټرو غلاوې پام وړ زیاتې شوې دي.