ټاکنو کمېسیون: د پاکستان او ايران کړکېچ سره، سره به ټاکنې د فبرورۍ په اتمه ترسره شي
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون وايي، د پاکستان او ایران ترمنځ د ترینګلي حالت سره، سره به ټاکنې د فبرورۍ په اتمه ترسره شي. د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویاند ویلي، چې د دغه وضعیت لپاره به د پاکستان د ټاکنو کمیسیون خپل مهالوېش بدل نه کړي او ټاکنې به په ټاکلې نېټې ترسره کړي.
هغه وویل، چې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو لپاره په تابیاوو بوخت دی او د پاکستان او ایران د کړکېچ له امله د ټاکنو د نیټې د بیا کتنې لپاره هیڅ ډول وړاندیز هم نه دی شوی.
د دې ترڅنګ د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزير مرتضي سولنګي هم ویلي، چې ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي.
هغه ویلي، چې د پاكستان او ایران ترمنځ کړکېچن حالت به په ټاكنو او د ټاکنو پر مهالوېش كومه اغېزه ونكړي.
دهغه په اند، د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجه یو څه راكمه شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې د ځينو رسنيو په ګډون ځينې عناصر د ټاکنو د ځنډولو لپاره پلمې جوړوي؛ خو ټاکنې به د فبرورۍ پر اتمه تر سره شي.
هغه وایي، چې حکومت به د ټاکنو کمېسيون ته لازم امنيت برابر کړي؛ چې ټاکنې په سولهييز ډول ترسره شي.
دوه ورځې وړاندې ایران د پاکستان پر خاوره توغندیز بریدونو وکړل، چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپیانې دي.
پاکستان هم تېره ورځ په ځوابي برید کې د ایران په سرحدي سیمه کې «بلوڅ ترهګر» په نښه کړل.